حامد کرزی: د امن هوکړې په اړه دې وضاحت ورکړل شي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، پاکستان په وروستیو کې د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو افغانانو پوځي او اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

ښاغلي کرزي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، د دغو فشارونو په لړ کې د کرښې دواړو غاړو ته د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د «امن هوکړې» په نوم اسناد لاسلیک شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې رسمي هرکلی او تایید هم شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا اقدام د پاکستان له خوا د ډیورند فرضي کرښې د رسمیت ورکولو هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل ګڼل کېږي.

حامد کرزي همداراز له مسوولو چارواکو غوښتي، څو د یادو هوکړو او د هغو د محتوا په اړه ولس ته روښانه وضاحت وړاندې کړي.

دکمه بازگشت به بالا