خلیل‌زاد: د کنړ پر ملکي سیمو بریدونه دې په کلکه وغندل شي

زلمی خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې چارو کې د امریکا پخواني استازي، د کنړ ولایت پر وړاندې د پاکستاني پوځ د توپچي بریدونو په غبرګون کې دغه بریدونه «وحشیانه» بللي او د سختې غندنې غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي د دوشنبې په شپه (۷ ثور) په خپور شوي پیغام کې ویلي، پاکستاني پوځ تر دې وړاندې هم پر ملکي هدفونو د بریدونو سابقه لري.

خلیل‌زاد ټینګار کړی چې د کنړ پر ملکي سیمو وروستي بریدونه د دې لامل کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې بهیر کې د اسلام‌اباد پر رول پوښتنې راپورته شي.

دکمه بازگشت به بالا