خوست کې د غلې‌پلورنې شپږ دوکانونه تړل شوي

د خوست مسوولینو ویلي، د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون په دغه ولایت کې د غلې‌پلورنې شپږ دوکانونه تړلي دي.

د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، دا دوکانونه د وزن د کموالي له امله تړل شوي، ځکه د غلې وزن یې له ټاکلي معیار څخه کم ثابت شوی دی.

سرچینه زیاتوي، کمېسیون دوکاندارانو ته سپارښتنه کړې چې ټاکلي اصول مراعت کړي، که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.

دا اقدام داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې ځینو اوسېدونکو د وزن د کموالي په اړه شکایتونه کړي وو او د جدي اقداماتو غوښتنه یې کړې وه.

دکمه بازگشت به بالا