د غويي اتمه؛ د مجاهدینو د بریا ورځ نمانځل کېږي

نن د غويي ۸مه په افغانستان کې د افغان مجاهدینو د بریالیتوب ورځې په توګه نمانځل کېږي.
۳۳ کاله وړاندې په همدې ورځ مجاهدینو د ډاکټر نجیبالله حکومت نسکور کړ او صبغتالله مجددي د لنډمهال لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
دغه ورځ د هېواد په سیاسي تاریخ کې مهم بدلون بلل کېږي؛ ځینې یې د اوږدې جګړې پای ګڼي، خو نور بیا دا د نوې کورنۍ جګړې پیل بولي.
اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې دا ورځ د بریا ورځ یاده کړې او ویلي یې دي چې مجاهدینو د دې هدف لپاره ۱۴ کاله مبارزه کړې وه.

