شاهین له ایټالیا سفیرې سره د همکاریو په اړه خبرې کړې

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیرې سبرینا اوګولیني سره په کتنه کې پر دوه‌اړخیزو اړیکو او یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د افغان سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې په ایټالیا کې د مېشتو افغانانو د قونسلي خدمتونو د اسانتیاوو او له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم بحث شوی دی.

دواړو لوریو ټینګار کړی چې د اړیکو پیاوړتیا او همغږي کولای شي د افغانانو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

دکمه بازگشت به بالا