علي بلال د نیویارک پرو سیالیو اتل شو

د افغانستان د بدن جوړونې مشهور ورزشکار علي بلال په متحده ایالاتو کې د «نیویارک پرو» سیالیو اتلولي ګټلې او یو ځل بیا یې د افغانستان نوم په نړیوالو ورزشي ډګرونو کې روښانه کړی دی.
علي بلال نن د مې په ۹مه په یوې سختې او سیالیزې مقابلې کې خپلو پیاوړو سیالانو ته ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د دغو مهمو نړیوالو سیالیو د اتلولۍ لقب خپل کړ.
په دغو سیالیو کې د برازیل ورزشکار ایډوان پالمیرا دویم او د اندونیزیا ورزشکار ایسای کسیک درېیم مقام ترلاسه کړ، خو علي بلال وکولای شول د غوره فزیک، قوي حضور او لوړې تخنیکي وړتیا له امله د قاضیانو تر ټولو زیاتې نمرې خپلې کړي.
علي بلال په وروستیو کلونو کې د بدن جوړونې په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ ځلېدلی او د ۲۰۲۴ کال «ارنولډ کلاسیک» اتلولي او د «مسټر المپیا» سیالیو د نایب قهرمانۍ لقبونه یې هم ګټلي دي.
ورزشي شنونکي وایي، د علي بلال وروستۍ بریا نه یوازې د افغانستان لپاره یو مهم ورزشي ویاړ دی، بلکې د افغان ځوانانو لپاره هم د هڅونې او الهام ارزښت لري.

