قطر کې مېشت افغانان وايي موږ کانګو ته نه ځو

په قطر کې مېشت یو شمېر افغانانو، چې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته د امریکا له لوري هلته لېږدول شوي، په یو ګډ لیک کې ویلي چې کانګو ته د لېږد پرېکړه نه مني.
په لیک کې راغلي چې کانګو د امنیتي وضعیت له پلوه نازک هېواد دی او دوی هلته د لېږد په صورت کې له جدي خطرونو سره مخ کېدای شي.
یادو افغانانو زیاته کړې چې افغانستان ته هم بېرته ستنېدل نه غواړي او له امریکایي لوري یې غوښتي چې پر خپلو ژمنو ودریږي او د دوی دایمي مېشتېدو لپاره عملي اقدام وکړي.
راپورونه ښيي چې د امریکا د یوې نوې طرحې له مخې، په قطر کې د شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د انتقال موضوع تر بحث لاندې ده، چې له مخې به یې هغوی یا کانګو ته لېږدول کېږي او یا افغانستان ته ستنېږي.

