لوګر کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

تېره شپه د لوګر ولایت مرکز پل‌علم په حصارک سیمه کې ناپېژانده کسانو یو کور ته ننوتي او د یوې کورنۍ پنځه غړي یې وژلي دي.

د ځایي سرچینو په وینا، په وژل شوو کې یوه ښځه او څلور نارینه شامل دي.

تر اوسه د لوګر ولایت مسوولینو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او پېښه تر څېړنو لاندې ده.

دکمه بازگشت به بالا