متقي: له مرکزي اسیا سره نږدې همکاري لرو

بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، افغانستان له سیمې، په ځانګړي ډول د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ښې اړیکې او نږدې همکاري لري.
نوموړي دا څرګندونې د «دودیزې غېږنېونې نړیوالو سیالیو» د پرانیستې په مراسمو کې کړې او په سیمه کې یې د احتمالي جګړو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
متقي ټینګار کړی چې شخړې باید د خبرو له لارې حل شي او د اوربند د دوام لپاره هڅې زیاتې شي.
هغه زیاته کړې چې سیمهییزه همکاري او ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او باید د تاوتریخوالي پر ځای د تفاهم لاره غوره شي.

