مجاهد: د امنیت شورا بندیزونه بېګټې او ظالمانه دي

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو د نوملړ د نوي کېدو په اړه غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ویلي، بندیزونه او تحریمونه له پیله بېګټې وو او کومه مثبته پایله یې نه ده لرلې.
مجاهد دا اقدام ظلم بللی او ټینګار یې کړی چې د بندیزونو دوام د افغانانو حقونو ته زیان رسوي، ځکه کله چې د یوه ارګان مشران تر بندیز لاندې وي، اغېز یې پر ټول نظام او خلکو پرېوځي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي د تفاهم فضا رامنځته شي او نړیوال سازمانونه د نړۍ او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې رول ولوبوي، نه دا چې دا موضوع د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکارول شي.

