مشهد کې د افغان کډوالو پر ستونزو ګډه غونډه شوې

د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ترمنځ د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه ګډه غونډه ترسره شوې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، په دې غونډه کې ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د امایش کارت د غځولو د لوړو لګښتونو، د بېوزلو کورنیو او ځانګړو ناروغانو ستونزو، د زدهکوونکو وضعیت او د کډوالو د قانوني او اداري ننګونو په اړه خبرې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، د ایران په مشهد ښار کې ترسره شوې دې غونډې کې د افغان کډوالو د ژوند د اسانتیا، د قانوني ستونزو د حل او د بشري همکاریو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوولانو ویلي، یادې ستونزې به د شته اصولو او امکاناتو له مخې تعقیب او د حل لپاره به یې لازمې هڅې وکړي.
ایران له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی او په وروستیو کې د کډوالو د قانوني اسنادو، زدهکړو او روغتیايي خدمتونو موضوعات د افغانانو له مهمو اړتیاوو ګڼل کېږي.

