ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ځانګړي استازي نوی مرستیال وټاکه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش اعلان کړی چې فرانسوی ډیپلومات برونو جورج لیمارکېس په افغانستان کې د یوناما د مرستیال، د ملګرو ملتونو د همغږۍ استازي او د بشري چارو د همغږۍ د مسوول په توګه ټاکل شوی دی.

لیمارکېس به په افغانستان کې د اندریکا راټواټه ځایناستی وي.

نوموړي تر دې مخکې په کانګو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

د برونو ټاکنه داسې مهال شوې چې له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې ملګرو ملتونو د یوناما لپاره نوی ځانګړی استازی نه و ټاکلی.

دکمه بازگشت به بالا