نیمروز کې ۳۰ زره کسانو ته پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د نیمروز د احصایې او معلوماتو ریاست په یاد ولایت کې ۳۰ زره ۶۴۴ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي.
د ادارې د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۲۳ زره ۸۲۲ الکترونیکي او ۶ زره ۸۲۲ کاغذي تذکرې دي.
همدارنګه ۳ زره او ۱۰ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون، مړینې، ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه وړاندې شوي او ۲ زره ۳۶۸ کسانو ته د تابعیت تذکرو اړوند اصلاحي خدمات ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي، اوس مهال په نیمروز ولایت کې د الکترونیکي تذکرو دوه وېش څانګې فعالې دي، چې یوه په مرکز او بله په دلارام ولسوالۍ کې موقعیت لري.
په دې څانګو کې د نویو الکترونیکي تذکرو وېش تر څنګ د مثنی تذکرو، تذکرو نوی کول، اصلاحات او د ژوند پېښو ثبت خدمات هم مراجعینو ته وړاندې کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همدارنګه ویلي چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې یې د ۵۰۰ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي معلومات راټول کړي او له اړوندو ادارو سره یې شریک کړي دي.

