هند افغانستان ته ۱۳ ټنه د نري رنځ واکسین مرسته کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان د ماشومانو د واکسین پروګرام د پیاوړتیا لپاره یې د نري رنځ ضد ۱۳ ټنه «BCG» واکسین مرسته کړې ده.

د یاد وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، دا مرسته د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې ده.

هند له کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د درملو او روغتیا په برخه کې، خپلې مرستې دوامداره ساتلې دي.

دکمه بازگشت به بالا