واحدالله نژند نن شپه د بریا لپاره ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړی واحدالله نژند ټاکل شوې نن شپه د «افاېنسي» سازمان د دېرشم پړاو سیالیو کې د ارجنټاین له لوبغاړي لورئانو استاروپولي سره مخامخ شي.
دغه سیالي د ۷۷ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د کروشیا د زادار ښار په «کرشیمیر چاسیچ» ورزشي سالون کې ترسره کېږي، چې تمه ده د ازادو سیالیو ګڼ مینهوال به یې ننداره وکړي.
د راپورونو له مخې، د نژند سیال لورئانو استاروپولي تر دې مهاله په خپل ورزشي ژوند کې ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې لري، خو افغان لوبغاړی واحدالله نژند هم د خپلو پیاوړو او تخنیکي سیالیو له امله پېژندل کېږي.
واحدالله نژند، چې مخکې یې د «اوکتاګون» سازمان لپاره لوبې کولې، د ۱۴۰۴ کال په وروستیو کې یې له «افاېنسي» سازمان سره رسمي تړون لاسلیک کړ.
نوموړي تر اوسه ۱۲ سیالۍ ترسره کړې، چې ۱۰ یې ګټلې او یوازې دوه یې بایللې دي.
نژند په تېرو کلونو کې د خپلو غوره لاستهراوړنو له امله د ازادو سیالیو په ډګر کې د افغانستان له مخکښو ورزشکارانو شمېرل کېږي او آن د خپل وزن په کټګورۍ کې د کال غوره لوبغاړی هم ټاکل شوی و.

