پرون ۷۷۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدنې په دوام، یوازې پرون (جمعه) ۷۷۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.
د مسوولینو په وینا، له دې ډلې ۶۸۴ کورنۍ د تورخم، ۶۲ د سپین بولدک، ۱۱۳ د نیمروز د پل ابریشم، ۲۸ د هرات د اسلامکلا او یوه کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته راغلې دي.
د راپور له مخې، راستنو شویو کورنیو ته بېلابېلې مرستې او لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې دي.
په ورته وخت کې، په وروستیو میاشتو کې د کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ مخکې ویلي وو چې یوازې په یوه میاشت کې له پاکستانه شاوخوا ۱۷۰ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي دي، حال دا چې لا هم میلیونونه افغانان هلته مېشت دي.
بلخوا، اسلامي امارت وایي د کډوالو د راستنېدنې بهیر په منظم ډول مدیریت شوی او هڅې روانې دي څو راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

