پرون ۸۷۹ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، پرون له پاکستان او ایران څخه ۸۷۹ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دغو کورنیو کې ۴ زره ۵۹۴ کسان شامل دي، چې د بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، ۸۱۶ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې، له ۸۳۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او سلګونو نورو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په وروستیو میاشتو کې چټک شوی او هره ورځ ګڼې کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

دکمه بازگشت به بالا