پر پټاقۍ د وارداتو، تولید او پلور بندیز ولګېد

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې پر پټاقۍ د وارداتو، تولید او پلور بندیز اعلان کړی دی.

د وزارت د خبرتیا له مخې، ټولو ګمرکونو ته لارښوونه شوې چې د یاد توکي د واردېدو مخه ونیسي او هر ډول سرغړونه کوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

همداراز ټینګار شوی چې واردېدونکې محمولې بېرته خپل مبدأ ته واستول شي.

مسوولین وایي، کورنیو تولیدوونکو ته ټاکلی مهلت ورکړل شوی څو پاتې تولیدات بهر ته صادر کړي، ځکه په کورني بازار کې پرې بندیز لګېدلی دی.

په همدې حال کې یو شمېر ښاریانو، په ځانګړي ډول کابل اوسېدونکو، له دې پرېکړې هرکلی کړی او د جدي عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د هغوی په وینا، د پټاقۍ ناوخته کارول د خلکو د ارامۍ، په ځانګړي ډول د ماشومانو او مشرانو، د ګډوډۍ سبب کېږي.

دکمه بازگشت به بالا