په افغانستان کې د پاکو اوبو کمښت لا هم جدي ستونزه ده

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې لا هم ګڼ خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې په غیر رسمي مېشت ځایونو او لرې پرتو سیمو کې خلک تر ټولو ډېر د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې یې ۲۷ زره کسانو ته د څښاک اوبه برابرې کړې دي.

یونېسف مخکې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته یې ککړې اوبه کاروي، چې دا چاره د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.

دکمه بازگشت به بالا