په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

له «پولیو څخه پاک افغانستان» په نوم بنسټ ویلي، نن (دوشنبه، د وري ۲۴مه) په نږدې ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شوی دی.
د یاد بنسټ په وینا، دا کمپاین د دایکندي، غور او بامیان ولایتونو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې پیل شوی او په دغو درې ولایتونو کې یې د نه پیل لامل سړه هوا ښودل شوې ده.
په اعلامیه کې له ټولو کورنیو غوښتنه شوې چې خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي، او ویل شوي چې په پاتې ولایتونو کې به کمپاین یوه اوونۍ وروسته پیل شي.
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شوی او له خلکو یې غوښتي وو چې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، پولیو یا ګوزڼ هغه ناروغي ده چې تر اوسه یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده، او تېر کال یې په ختیځو ولایتونو کې ځینې پېښې ثبت شوې وې.

