کابلوف کابل کې له افغان چارواکو سره لیدلي

د روسي رسنیو په وینا، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته د مشورو په موخه راغلی دی.
راپورونه وایي، نوموړي د اپرېل په ۲۷مه او ۲۸مه له افغان چارواکو سره لیدنې او خبرې کړې دي.
په دې لیدنو کې د دواړو لورو ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو د پراختیا او همداراز د افغانستان په ګډون د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحثونه شوي دي.

