کابل کې د غلا پر مهال یو غل وژل شوی او بل نیول شوی

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د کابل د ۱۱مې حوزې پولیسو سره د نښتې په نتیجه کې یو وسلهوال غل وژل شوی او یو بل ملګری یې ژوندی نیول شوی دی.
ښاغلي ځدراڼ ویلي چې یادو غلو له یوه صراف څخه ۷۰ زره افغانۍ لوټلې وې او پولیس د پېښې له خبرېدو وروسته د هغوی په تعقیب پسې ورغلي وو.
نوموړی زیاتوي چې د تعقیب پر مهال غلو پر پولیسو مخامخ ډزې وکړې، او د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې یو غل ځای پر ځای ووژل شو او بل تن ونیول شو.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي چې په ښار او نورو سیمو کې امنیتي ځواکونه د وسلهوالو غلاوو پر وړاندې جدي اقدامات کوي او هڅه کېږي چې دا ډول پېښې تر ډېره راکمې شي.

