کابل کې له درې پوړونو لوړ استوګنیز کورونه منع شول

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا د فرمان له مخې د ودانیزو چارو بندیز لرې شو، کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې هېڅوک حق نه لري له درې پوړونو څخه لوړ استوګنیز کورونه جوړ کړي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي نن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د نوي پرېکړې له مخې په پلازمېنه کې له درې پوړونو لوړ استوګنیز ودانۍ منع دي.

هغه زیاته کړې چې هغه سیمې چې د ودانیزو چارو لپاره ممنوع ګرځول شوې دي، مشخصې شوې او هېڅوک اجازه نه لري هلته د استوګنې ودانۍ جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په یوه فرمان کې ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې وه چې د ودانیو د جوړولو مخه ونه نیسي او د استوګنیزو کورونو د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې ده چې کابل د کورونو له جدي کمښت سره مخ دی، چې دا وضعیت د ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو، په ولایتونو کې د بې‌کارۍ زیاتوالي او کابل ته د خلکو د راکډه کېدو له امله لا پسې سخت شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا