کندز کې د سرو زرو د استخراج قرارداد لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د کندز ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ څخه د سرو زرو د استخراج لپاره د افغان-اذربایجان ګډ شرکت سره د څه باندې ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک شوی دی.

دا تړون نن (یکشنبه، د مې ۱۰مه) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د یاد شرکت ترمنځ د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شو، چې ټولیزه پانګونه یې ۲۰ میلیون او ۲۴۰ زره ډالر ښودل شوې ده.

د وزارت په وینا، د دې کان ساحه ۵.۹۷ مربع کیلومتره ده.

قراردادي شرکت ژمنه کړې چې ۳۰ سلنه رائلټي به ورکړي او ۲۰۰ زره ډالر به په ټولنیزو خدماتو ولګوي.

ویل شوي چې د دې پروژې له عملي کېدو سره به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شي.

د لاسلیک په مراسمو کې د اذربایجان او قرغزستان سفیرانو هم ګډون کړی و او ویلي یې دي چې شرکتونه یې په افغانستان کې د کانونو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

افغانستان د پراخو معدني زېرمو لرونکی هېواد بلل کېږي او په وروستیو کلونو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د کانونو د استخراج ګڼ قراردادونه لاسلیک شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا