یونیسف: محدودیتونه د ښځینه کارکوونکو کمښت زیاتوي

یونیسف یا د ماشومانو ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی، پر نجونو د زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان کې له ۲۵ زرو زیاتې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې کمې کړي.

د دې ادارې په وینا، روان وضعیت لا هم ماشومان له زده‌کړو او بنسټیزو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کوي او د هېواد پر اقتصاد او عامه خدمتونو منفي اغېز لري.

یونیسف په خپلې نوې ارزونه کې ویلي، دولتي ادارو کې د ښځو ونډه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له ۲۱ سلنې ۱۷.۷ سلنې ته راکمه شوې ده، چې دا بدلون د ټولنیزو او اقتصادي ننګونو د زیاتېدو نښه بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا