یونیسف: ۱۲ میلیون افغان ماشومان واکسین شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان کې شاوخوا ۱۲ میلیون ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شوي دي.

د یونیسف د افغانستان استازي تاج‌الدین ایوالي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې کمپاین له لارې ۹۸ سلنه ماشومان تر پوښښ لاندې راغلي دي.

نوموړي همداراز ویلي چې له ۱۶ میلیون څخه زیات کسان د شري (سرخکان) واکسین هم ترلاسه کړی او شاوخوا ۱.۶ میلیون دوزه پنټا-۳ واکسین تطبیق شوی دی.

ایوالي ټینګار کړی چې واکسین د ژوند ژغورنې تر ټولو اغېزمنه لاره ده او دا پایلې د شریکو بنسټونو د ګډو هڅو ښکارندویي کوي.

دکمه بازگشت به بالا