استرالیا کې د رګبي مینهوالو پر غونډه موټر ورغلی؛ ۱۰ کسان ټپیان شوي دي

استرالیايي چارواکي وايي، د سیدني ښار په شمال کې یو موټر د رګبي «نیوکېسل نایټس» لوبډلې د پلویانو منځ ته ننوتی، چې له امله یې ۱۰ کسان، چې څو ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د لوبډلې یو شمېر پلویان راټول شوي وو.
ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

