افغانستان د هند پر وړاندې پچه وګټله او لومړی توپوهنه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د هند پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې پچه ګټلې او د لومړۍ توپوهنې پرېکړه یې کړې ده.
دغه سیالي په داسې حال کې ترسره کېږي چې هند لوبډلې د مخکنیو بریاوو په مټ د لوبلړۍ اتلولي په خپل نوم کړې ده. افغان لوبډله هڅه کوي چې وروستۍ لوبه په غوره ترسره کولو سره د مینهوالو هیلې پوره کړي.

