افغان ابدالیان د درې اړخیزو سیالیو لپاره سریلانکا ته ولاړل

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغان ابدالیانو کرکټ ملي لوبډله د هند او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون لپاره نن (شنبه) سهار سریلانکا ته روانه شوې ده.

د یاد بورډ په وینا، دغه لوبلړۍ د سیمې د الف کچې لوبډلو ترمنځ د چمتووالي او رقابتي تجربې د زیاتولو په موخه ترسره کېږي، چې پکې به درې واړه لوبډلې د یو بل پر وړاندې د یو شمېر مهمو سیالیو ډګر ته ښکته شي.

ټاکل شوې افغان ابدالیان خپله لومړۍ سیالي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. وروسته به دغه لوبډله د سیالیو په لړ کې له سریلانکا الف لوبډلې سره هم مخامخ شي.

د کرکټ بورډ مسوولین وایي، د افغان ابدالیانو د دې سفر موخه د لوبغاړو د تخنیکي مهارتونو پیاوړتیا، د نړیوالو سیالیو لپاره چمتووالی او د ځوانو استعدادونو لپاره د لا پراخې تجربې برابرول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا