افغان لوبډله د تمریناتي کمپ لپاره انګلستان ته ورسېده

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د افغانستان ملي کرکټ لوبډله د انګلستان برمنګهم ښار ته رسېدلې او ټاکل شوې چې د اګست تر لومړۍ نېټې پورې هلته خپل چمتووالي تمرینات ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د ویاند په وینا، دغه تمریناتي کمپ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه جوړ شوی او لوبډله به له تمریناتو وروسته ایرلنډ ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ د اګست په پنځمه نېټه د ایرلنډ په بریډي ښار کې پیل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا