امریکايي رسنیو د ټرمپ د فعالیتونو ژوندی پوښښ ودرولو

امریکايي رسنیو د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ له لوري پر درېیو خبري رسنیو د بندیز په اعتراض کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فعالیتونو ژوندی خبري پوښښ ودرولو.

د راپورونو له مخې، ټرمپ د جمعې په ورځ سي‌اېن‌اېن، اېم‌اېس‌اېن‌بي‌سي او پولیټیکو له سپینې ماڼۍ څخه منع کړي وو.

له دې وروسته پنځو لویو امریکايي ټلوېزیوني شبکو اعلان وکړ چې د سپینې ماڼۍ ګډ خبري پوښښ به نه کوي.

دغو شبکو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې خلک حق لري له حکومته کره او خپلواک معلومات ترلاسه کړي او هېڅ حکومت باید د یوه خبري بنسټ راپورونه محدود نه کړي.

ټرمپ پر دغو رسنیو نیوکه کړې او د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې دغه اقدام د رسنیو د ازادۍ پر ضد نه، بلکې د ناسمو خبرونو پر وړاندې دی.

د بندیز لاندې درېیو رسنیو خبریالانو د سپینې ماڼۍ پر پرېکړه قضیه ثبت کړې او دا اقدام یې د امریکا د اساسي قانون له لومړي تعدیل سره په ټکر کې بللی دی.

ټاکل شوې چې فدرالي محکمه د چهارشنبې په ورځ پر دې موضوع لومړنۍ اورېدنه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا