امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ؛ ژر تر ژره له عراقه ووځئ

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت د سیمه‌ییزو امنیتي تحولاتو له زیاتېدو وروسته خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې له عراق څخه د وتلو او یا هم د احتیاطي تدابیرو د نیولو لپاره چمتووالی ولري.

د سفارت په خپره شوې خبرتیا کې راغلي چې د سیمې د وروستیو بدلونونو له امله ښايي د هوايي تګ راتګ بهیر له خنډونو سره مخ شي او یا هم هوايي حریمونه له مخکنۍ خبرتیا پرته وتړل شي. امریکا په داسې حال کې خپلو وګړو ته د احتیاط سپارښتنه کوي چې د واشنګټن وروستیو پوځي اقداماتو په سیمه کې اندېښنې او ترینګلتیاوې لا زیاتې کړې دي.

خبرتیا زیاتوي چې که څه هم د سفارت د ځینو کارکوونکو د ایستلو تدابیر نیول شوي، خو د امریکا سفارت به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې په اردن کې هم د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې یا دې په خپلو استوګنځایونو کې پاتې شي او یا دې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

شنونکي باور لري چې د سیمې روان وضعیت د هغو پوځي او سیاسي تګلارو پایله ده چې په وروستیو کې یې سیمه له لا ډېرو امنیتي ننګونو سره مخ کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا