امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ؛ ژر تر ژره له عراقه ووځئ

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت د سیمهییزو امنیتي تحولاتو له زیاتېدو وروسته خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې له عراق څخه د وتلو او یا هم د احتیاطي تدابیرو د نیولو لپاره چمتووالی ولري.
د سفارت په خپره شوې خبرتیا کې راغلي چې د سیمې د وروستیو بدلونونو له امله ښايي د هوايي تګ راتګ بهیر له خنډونو سره مخ شي او یا هم هوايي حریمونه له مخکنۍ خبرتیا پرته وتړل شي. امریکا په داسې حال کې خپلو وګړو ته د احتیاط سپارښتنه کوي چې د واشنګټن وروستیو پوځي اقداماتو په سیمه کې اندېښنې او ترینګلتیاوې لا زیاتې کړې دي.
خبرتیا زیاتوي چې که څه هم د سفارت د ځینو کارکوونکو د ایستلو تدابیر نیول شوي، خو د امریکا سفارت به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې په اردن کې هم د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې یا دې په خپلو استوګنځایونو کې پاتې شي او یا دې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.
شنونکي باور لري چې د سیمې روان وضعیت د هغو پوځي او سیاسي تګلارو پایله ده چې په وروستیو کې یې سیمه له لا ډېرو امنیتي ننګونو سره مخ کړې ده.

