امریکا له ۱۶۰ ډېر هایتي کډوال بېرته هېواد ته ولېږل

د «ډیموکراسي نو» شبکې د راپور له مخې، له امریکا څخه له ۱۶۰ ډېر هایتي کډوال ایستل شوي دي. دا بهیر وروسته له هغې پیل شوی چې د هایتي وګړو لپاره د لنډمهاله خونديتوب پروګرام پای ته ورسېد.

د راپور له مخې، هایتي ته د کډوالو د بېرته ستنولو لومړۍ الوتنه وروسته له هغې ترسره شوه چې د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړه، څو د شاوخوا ۳۵۰ زره هایتي وګړو لنډمهاله خونديتوب پای ته ورسوي.

الوتکه د پنجشنبې په ورځ د هایتي شمال کې د «کپ هایټین» ښار هوايي ډګر ته ښکته شوه.

په پلازمېنه پورټوپرنس کې اصلي نړیوال هوايي ډګر د وسله‌والو ډلو د تاوتریخوالي او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله د دغو الوتنو لپاره ناامنه بلل شوی دی.

د راپور له مخې، ډېری هغه کسان چې تېره اوونۍ له امریکا وایستل شول، د لنډمهاله خونديتوب له وضعیت برخمن وو او له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې هلته ژوند او کار کاوه.

د دغه پروګرام پای ته رسېدو سلګونه زره هایتي کډوال له امریکا څخه د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ کړي او اندېښنې یې زیاتې کړې چې ښايي هغوی بېرته داسې هېواد ته ستانه شي چې له سختو امنیتي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا