امنیتي ځواکونه: د غلو پر ضد سخت دریځ، څلور وسلهوال په نښته کې ووژل شول

تېره شپه د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور وسلهوال غله د یوه کور ته د ننوتلو پر مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د معلوماتو له مخې، یادو کسانو غوښتل یوه کور ته ننوځي، خو امنیتي ځواکونو یې د پېژندلو وروسته د مخنیوي هڅه وکړه چې په پایله کې نښته رامنځته شوه او څلور واړه وسلهوال غله ووژل شول.
امنیتي مسوولان وایي، له غلو سره د نرم چلند وخت تېر شوی او د غلا او ناامنۍ هر ډول هڅې پر وړاندې به جدي اقدامات وشي.
نهه ورځې وړاندې هم د کابل ښار ۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې اووه وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي وو.

