امنیتي ځواکونه: د غلو پر ضد سخت دریځ، څلور وسله‌وال په نښته کې ووژل شول

تېره شپه د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور وسله‌وال غله د یوه کور ته د ننوتلو پر مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

د معلوماتو له مخې، یادو کسانو غوښتل یوه کور ته ننوځي، خو امنیتي ځواکونو یې د پېژندلو وروسته د مخنیوي هڅه وکړه چې په پایله کې نښته رامنځته شوه او څلور واړه وسله‌وال غله ووژل شول.

امنیتي مسوولان وایي، له غلو سره د نرم چلند وخت تېر شوی او د غلا او ناامنۍ هر ډول هڅې پر وړاندې به جدي اقدامات وشي.

نهه ورځې وړاندې هم د کابل ښار ۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې اووه وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا