اوکراین کې د روسیې ډرون برید؛ ۵ کسان وژل شوي

اوکرایني چارواکي وایي، د روسیې په تازه ډرون بریدونو کې پر اوکراین لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، روسي ځواکونو د اوکراین د پلازمېنې کییف په ګډون پر یو شمېر ښارونو بریدونه کړي او ملکي تاسیساتو ته یې هم زیان اړولی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، روسیې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۲۸۰ ډرونونه پر اوکراین کارولي دي.
بلخوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې یې لوجستیکي مرکزونه په نښه کړي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او د اوربند لپاره تر اوسه کومه څرګنده هوکړه نه ده شوې.

