اډ شیرن: په غزه کې د ویجاړۍ او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله زړه‌ماتوونکې ده

اډ شیرن، مشهور بریتانوي سندرغاړي، په فلاډلفیا کې د سپټمبر په ۱۹مه کنسرت پر مهال د غزې وضعیت «ناورین‌ځپلی، نه‌توجیه کېدونکی او نامتناسب» بللی دی.

شیرن ویلي، په غزه کې د ویجاړۍ کچه او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د ژوند له لاسه ورکول زړه‌ماتوونکي دي او په لوېدیځه غاړه کې روانه سیسټماټیکه بې‌عدالتي هم له پامه نه شي غورځول کېدای.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې امریکايي رېپر مکل‌مور د فلسطین په ملاتړ له څرګندونو وروسته د شیرن له نړیوال کنسرټي سفره لرې شو.

شیرن ویلي، په دې اړه پرېکړې سختې وې او نوموړي ځینې تېروتنې هم کړې دي.

په همدې حال کې، د فلسطین یو شمېر ملاتړو د کنسرت له بهر احتجاج کړی او د «PACBI» ډلې د شیرن د نړیوال کنسرټي سفر د تحریم غوښتنه کړې ده.

دا موضوع په داسې حال کې د موسیقۍ په نړۍ کې له پراخو بحثونو سره مخ شوې چې د غزې جګړه د نړیوالې تفریحي او هنري ټولنې له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا