ایبټ‌اباد کې د بس لوېدو له امله ۴ کسان مړه شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په ایبټ‌اباد کې یوه مسافروړونکي بس له سړک څخه د وتلو وروسته ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه پرون سه‌شنبه له غرمې وروسته د کلکوټ پر لاره شوې او په مړو شوو کسانو کې درې ښځې هم شاملې دي.

بس له چوبګران سیمې څخه راولپنډۍ ته روان و چې له سړک واوښت او ژورې کندې ته ولوېد.

ټپیان د درملنې لپاره د راولپنډۍ او مري روغتونونو ته انتقال شوي، خو د بس چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

چارواکو د پېښې د څرنګوالي څېړلو امر کړی او د تښتېدلي موټرچلوونکي د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم ورته خونړۍ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا