ایران: د بیا برید په غبرګون کې به له نوې ټکنالوژۍ کار واخلو

د ایران وسله‌وال پوځ خبرداری ورکړی، که پر ایران هر ډول برید وشي، په ځواب کې به نوې پوځي ټکنالوژۍ وکارول شي او غبرګون به یې د پخوا په پرتله پیاوړی وي.

د دغه پوځ یوه ویاند ویلي، د ایران بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي لا نور هم پرمختللي شوي او وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې چمتووالی لري.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هرمز تنګي وضعیت لا هم د خبرو او شرطونو له مخې تړاو لري او د ایران له شرطونو سره تر موافقې مخکې به د دې تنګي د پرانیستلو په اړه پرېکړه نه کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د احتمالي نورو بریدونو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی ښايي په دې برخه کې د سیمې له ځینو هېوادونو سره همغږي وکړي.

بلخوا، د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ایران د هر ډول احتمالي جګړې پر وړاندې خپل چمتووالی ساتي او د خبرو له لارې د خپلو مطرح شوو غوښتنو د حل غوښتنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا