ایران د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د تهران طرحه لا هم د خبرو پر مېز ده او د دې ستونزې د هواري یوازینۍ لار ډیپلوماټیکې خبرې دي.

عراقچي ویلي، د هرمز تنګي د پرانیستلو هر ډول اقدام به د ایران له ټاکلو شرایطو سره تړاو ولري او تهران د امریکا د رسمي دریځ په تمه دی.

د ایران د طرحې له مخې، د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د سیمې د شخړو د کمېدو او د نښتو د درولو غوښتنه شوې ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، تهران خبرو ته چمتو دی، خو ټینګار یې کړی چې د هېواد ملي حاکمیت او حقونه باید په پام کې ونیول شي.

ایران وایي، د هرمز تنګي په اړه خبرې او ډیپلوماټیکې هڅې به دوام ولري او د ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره به له خبرو کار واخیستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا