ایران: د یورانیمو غني‌کولو له حقه نه تېرېږو

ایراني چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد به یې له خپل حق څخه د یورانیمو غني کولو په برخه کې تېر نه شي او د دوی په وینا، تر هغه چې ټاکل شوي شرایط ونه منل شي، د هرمز تنګی به پرانیستل نه شي.

رویټرز د ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران غواړي امریکا ټول مطرح شوي شرایط ومني او په ټولو جبهو کې جګړه پای ته ورسوي.

ایراني چارواکو ویلي، تهران به د یورانیمو غني کولو بهیر پرېنږدي او د هرمز تنګي د وضعیت بدلون به هم د خبرو له پایلو سره تړلی وي.

بل لور ته، وال‌سټریټ ژورنال په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له لوري د اووه‌ورځني اوربند وړاندیز رد کړی دی.

راپور اټکل کوي چې ښايي امریکا پر ایران بیا هوايي بریدونه وکړي.

څو ورځې مخکې د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم ویلي وو چې تر تهران سره د مطرح شوو شرایطو تر هوکړې مخکې به د هرمز تنګي وضعیت بدل نه شي.

دوی همداراز د یورانیمو غني کولو پر دوام ټینګار کړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا