ایران وایي د جګړې دوام د اسرائیل غوښتنه ده

مسعود پزشکیان، د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر، وایي چې د دغه هېواد پر وړاندې جګړه د اسرائیلو غوښتنه ده، خو ټینګار کوي چې تهران به له خپل اساسي دریځه شاته نه شي.

پزشکیان ویلي، که د خبرو له لارې د ایران حقونه خوندي شي، جګړې ته اړتیا نه پاتې کېږي. بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې ایران د نړۍ له یوه پرمختللي پوځي ځواک سره په مخامخ وضعیت کې خپله وړتیا ثابته کړې ده.

عراقچي په اېکس‌پاڼه لیکلي، ایران غواړي له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او د سیمې هېوادونه هم باید متقابلې همکارۍ ته چمتو شي.

د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران پر وړاندې روانه جګړه به ژر پای ته ورسېږي.

ټرمپ د خپلو مهماتو د کمښت راپورونه رد کړي، خو ویلي یې دي چې د جګړې پر مهال د ځینو مهماتو زېرمې محدودې شوې دي.

په همدې حال کې، د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان ترمنځ خبرې هم روانې دي او تمه ده چې په دې برخه کې ژر هوکړې ته ورسېږي.

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو او سیاسي حل‌لارې په اړه هیلې هم زیاتې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا