ایران: که امریکا بیا برید وکړي، له حیرانوونکو وسلو به کار واخلو

د ایران سپاه پاسدارانو ویاند حسین محبي امریکا ته خبرداری ورکړی، که پر ایران بیا برید وشي، تهران به له هغو نویو وسلو کار واخلي چې تر اوسه په جګړه کې نه دي کارول شوې.

محبي ویلي، ایران به په احتمالي راتلونکي برید کې د جګړې جغرافیه هغو سیمو ته پراخه کړي چې مخکې نه وې په نښه شوې.

نوموړي ادعا کړې چې ایران داسې وسلې جوړې کړې دي چې په کارولو سره به یې نړۍ حیرانه شي. هغه زیاته کړې چې د سپاه پاسداران ځواکونه د اوږدمهالې جګړې لپاره چمتووالی لري.

بلخوا، د ایران «خاتم‌الانبیا» مرکزي قرارګاه تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې امریکا د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو په «شنه څراغ» د خپلو پوځي اقداماتو د بیا پیلولو هڅه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا