ایران ګاونډیو ته: د امریکا له اقتصادي کمپاین سره له یوځای کېدو ډډه وکړئ

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي، که ګاونډي هېوادونه د ایران اقتصاد ته د فشار راوړلو په موخه د امریکا له کمپاین سره یوځای شي، تهران به په اړه یې لازم اقدامات وکړي.
رضايي له ایراني دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې د ایران سیمهییزه تګلاره درې پړاوه بللې او ویلي یې دي، لومړی به خبرې او د اړیکو له لارې د کړکېچ کمولو هڅه وشي، ځکه ایران د جګړې د پراخېدو غوښتونکی نه دی.
نوموړي زیاته کړې، په دویم پړاو کې به هغو هېوادونو ته چې له امریکا سره همکاري کوي، د خپل دریځ د بیاکتنې لپاره فرصت ورکړل شي او که وضعیت بدل نه شي، ایران به په درېیم پړاو کې لازم اقدام وکړي.
رضايي همداراز ویلي، د امریکا حکومت هڅه کوي د اقتصادي فشارونو له لارې پر ایراني ټولنه اغېز وکړي او د کورنیو اختلافونو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
هغه ټینګار کړی چې ایران د اقتصادي فشارونو او بهرنیو هڅو پر وړاندې خپل دریځ روښانه لري او د خپلو ملي ګټو ساتنې ته به دوام ورکړي.

