بریتانیا د حوثیانو پر وړاندې د بریدونو لپاره سعودي الوتکو ته تېل ورکوي

د برتانیا لومړي وزیر انډي برنهم ویلي، هېواد یې سعودي عربستان ته محدود پوځي ملاتړ برابروي، څو د حوثیانو د ډرونونو او توغندیزو بریدونو پر وړاندې د دغه هېواد د دفاع په برخه کې مرسته وکړي.
برنهم ویلي، برتانوي الوتکې به د سعودي جنګي الوتکو لپاره د هوا له لارې د تېلو برابرولو په ماموریت کې برخه واخلي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ملاتړ یوازې دفاعي بڼه لري او د حوثیانو پر ضد د بریدونو ملاتړ پکې شامل نه دی.
د برتانیا د لومړي وزیر په وینا، د تېلو برابرولو الوتکې به په راتلونکو څو ورځو کې خپل فعالیت پیل کړي او ماموریت به محدود وخت ولري.
دا اقدام په سعودي عربستان کې د برتانیا له مخکې مېشتو هوايي دفاعي تجهیزاتو ترڅنګ ترسره کېږي.
برنهم ویلي، دغه پرېکړه د برتانیا او سیمې د امنیتي او اقتصادي ګټو په پام کې نیولو سره شوې او د انرژۍ د لېږد لارو خوندي ساتل مهم دي.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې حوثیانو پر ریاض برید وکړ.
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د نړیوالې پېژندل شوې حکومت د ملاتړ کوونکي ایتلاف مشري کوي.

