بلخي: افغانستان له امریکا سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له «سيبياېس نیوز» سره په مرکه کې ویلي، افغانستان له امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی.
بلخي ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو وتل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل د افغانستان له مهمو لاستهراوړنو څخه دي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان صادرات په ۲۰۲۰ کال کې له شاوخوا ۷۵۰ میلیونو ډالرو څخه نږدې دوه میلیارده ډالرو ته لوړ شوي او د فابریکو شمېر هم له شاوخوا ۱۵۰۰ څخه نږدې ۶۰۰۰ ته رسېدلی دی.
په مرکه کې د بېکارۍ، لوږې او د میندو او ماشومانو د مړینې په ګډون د ځینو بشري ستونزو په اړه هم پوښتنې وشوې.
بلخي ویلي، افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی، خو حکومت یې د حل لپاره هڅې کوي.
د نجونو د زدهکړو په اړه د پوښتنې په ځواب کې نوموړي ویلي، نجونې کولای شي په دیني مدرسو، انلاین او کورنیو زدهکړو کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او په کور کې زدهکړه منع شوې نه ده.
بلخي د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو په اړه ویلي، د ملکي وګړو په نښه کول د افغانستان له دریځ سره سم د غندنې وړ دي.
هغه ټینګار کړی چې افغانستان به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د امریکا یا بل هر هېواد پر ضد د برید لپاره وکارول شي.
د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو په اړه نوموړي ویلي، دغه شتمنۍ د افغانستان دولت پورې اړه لري او کنګل پاتې کېدل یې د افغانستان، امریکا او نړیوال مالي نظام په ګټه نه دي.
بلخي همداراز د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو په اړه ویلي، حکومت نه غواړي د افغانستان پر دولتي شتمنیو معامله یا هوکړه وکړي.
هغه ټینګار کړی چې افغانستان له امریکا سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګولو ته لېوال دی او د امریکا د ډیپلوماټیک حضور له بېرته فعالېدو او په کانونو او ګازو برخو کې د دغه هېواد له پانګونې هرکلی کوي.
بلخي په پای کې له افغانانو غوښتي چې د هېواد بیارغونې او پراختیا لپاره ګډ کار وکړي او ویلي یې دي چې د افغانستان د جوړولو مسوولیت تر ټولو وړاندې خپله افغانانو ته ورګرځي.

