بلخ کې ۳۵ کلنه حقوقي شخړه حل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د ۳۵ کلنې حقوقي شخړې د حل بهیر بشپړ شوی دی.

د دغه وزارت په وینا، یاده شخړه د چهارکنت ولسوالۍ د آبدرې سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د څو جریبه ځمکې د ملکیت پر سر له ۳۵ کلونو راهیسې روانه وه، چې د اسلامي امارت د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو حل او پای ته رسېدلې ده.

سرچینې زیاتوي چې د دغې اوږدمهالې شخړې له امله دواړو خواوو ته پراخ مالي زیانونه او ټولنیزې ستونزې اوښتې وې او وخت ناوخت به ترمنځ فزیکي نښتې هم رامنځته کېدې.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړل شوه او د قومي مشرانو او علماوو په ګډون د یوې ګډې جرګې له لارې پرېکړه وشوه، چې له مخې یې حق حقدار ته وسپارل شو.

دغه وزارت زیاته کړې چې د اسلامي امارت په هڅو وړمه ورځ په خوست ولایت کې هم یوه ۱۶ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې چې له امله یې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او اوس یې د پای ته رسېدو سره په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا