بهرنیو چارو وزارت په ولسوالیو کې هم د اسنادو د تصدیق خدمتونه پیلوي

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېوادوالو ته د قونسلي خدمتونو د لا اسانتیا لپاره، د ولایتونو له مرکزونو وروسته به د هېواد په لسو ولسوالیو کې هم د مصدقو سندونو د تصدیق خدمتونه پیل شي.
د وزارت د خبرتیا له مخې، دغه خدمتونه به د کابل سروبي او قرهباغ، کندهار سپینبولدک، هرات شینډنډ، بلخ حیرتان، ننګرهار مومندره، هلمند ګرشک، کندوز امامصاحب، غزني جاغوري او پکتیا څمکنیو ولسوالیو ته وغځول شي.
د خبرتیا له مخې، هېوادوال کولای شي د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل اسناد د افغانپُست دولتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا ولایتي څانګو ته واستوي.

