جاپان کې پلار اووه کلن زوی په غره کې پرېښود او خپله ولاړ

جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې پولیسو یو ۴۸ کلن پلار وروسته له هغې رټلی، چې خپل اووه کلن زوی یې د جاپان پر تر ټولو لوړ غره «فوجي» کې د څو ساعتونو لپاره یوازې پرېښی و.

راپورونه وايي، ماشوم د غره د ختلو لارې شپږم تمځي ته څېرمه په باراني او ورېځمنه هوا کې پر یوه څوکۍ ناست موندل شوی دی.

پلار یې هغه مهال ماشوم یوازې پرېښی و چې د ستړیا شکایت یې وکړ او ورته یې ویلي وو: «همدلته انتظار وکړه.»

د غره د یوه استوګنځای کارکوونکو پولیس خبر کړل او پلار یې وروسته په اتم تمځي کې وموند.

پولیسو د ماشوم یوازې پرېښودل د منلو وړ نه دي بللي او پلار هم د خپلې «بېړنۍ پرېکړې» له امله بښنه غوښتې ده.

فوجي غر ۳۷۷۶ متره لوړوالی لري او هر کال شاوخوا ۲۰۰ زره کسان یې د ختلو لپاره ورځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا